اسلام آباد 20 فروري(ا?? پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د پارليمان د اړخه به هم هند له شريك ځواب وركولې شي٬قامي اسمبلۍ كښې به د هند په جنګي جنون بحث كولې شي٬د مېډيا مسئلو په اړه د پارليمان خاص كمېټۍ پھ جوړولو به غور كولې شي۔په قامي اسمبلۍ كښې به د هند په ضد شريك قرارداد هم منظورولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پارليماني خبريالانو اېسوسي اېشن پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيك?? ووئيل ټول قام به د هندي جنګي جنون په ضد يو موټې شي او ځواب به وركوي۔اسد قيص?? ووئيل د هند د جنګي جنون په معامله د سېنېټ چيئرمېن٬په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر او نورو لارښودو س??ه خبرې شوي دي۔ده و??ئيل خارجه وزير سره هم خبره شوې۔ شريك او متفقه قرارداد به منظورولې شي۔ده و??ئيل غواړو چې زياته قانون سازي اوشي او اولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔د سپيكر په حېث د ايوان كسټوډين يم٬ټولو س??ه په ګډه كار كولې شي۔د مېډيا بحران حل كولو له كردار ترسره كولوته چمتو يم۔ده و??ئيل پي آر اے دې خپل تحريري تجويز وړاندې كړي۔د وزيراعظم سره به په دې حقله خبره كولې شي۔د مېډيا د مسئلو به اړه د پارليمان خاص كمېټۍ په جوړولو غور كولې شي۔