اسلام آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د پاكستان اوسنۍ دوره ډېره مهمه ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وكړه۔ ده ??وئيل ما خپل سعودي همڅنګ سره په يوه ناسته كښې په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې او دا خبره شوې چې نن د ورځ?? 11 ??جې به سرينا هوټل كښې د ګډې خبري كنفرنس كوو۔ ده ??وئيل مونږ يو نوې سپریم کوآرډینیشن کونسل ??وړ??و چې ورسره به د دواړه هېوادونو يو بل سره مرسته زياته شي۔ د پاكستان لخوا به ددې كونسل مشري وزيراعظم عمران خان او د سعودي عربستان لخوا سعودي ولي عهد شهزاده ??حمد بن سلمان كوي۔ ده ??وئيل د سپریم کوآرډینیشن کونسل جوړېدو نشست نه وروستو به اېم او يوز لاسليك كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل د سعودي عربستان لخوا د توان ٬ كركيلې ٬ تېل او ګاز په څانګو كښې بېل لوظنامې كېدونكي دي۔ دې سره سره په پائپ لائن كښې به هم لوظنامه كولې شي۔ ده ??وئيل د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځھ پخوا هم ښې اړيكې وې او د شريك باور خپلولي وه ولې مونږ دا اړيكې په معاشي او ستراتيجيكي همكارۍ كښې بدلوو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل د اوسنو شمېرو ترمخه د لوئے څښتن په فضل د پاكستان معيشت مخ په ښه كېدل پېل شوي دي۔ امپورټس كم شوي او اېكسپورټس زيات شوې دې۔ د خلقو او سرمايه كارو باور زيات شوې۔ بهرني سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كارۍ كښې ژوره خوښي لري او يواځې سعودي عربستان نه بلكې هيله ده چې د مارچ مياشت كښې ملائيشيا هم پاكستان كښې لويه سرمايه كاري وكړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل سعودي عربستان سره د پاكستان اړيكې مثالي دي او هم دا سوب دې چې د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل دومره لوئې سعودي پلاوې پاكستان ته راغلې دې۔ ده ??وئيل د پلوامه پېښې په اړه به مونږ حقائق وړاندې كوو او هند چې په سفارتي كچه د پاكستان د يواځې كولو كوم خوب ليدلو هغه ختم شوې او دومره لويه سفارتي دوره نړۍ ته وړاندې ده۔ ده ??وئيل پاكستان يو ذمه وار هېواد دے كوم چې د امن خبره كړې او كوي به۔ ده ??وئيل پاكستان خپلو نړيوالو ذمه وارو څخه ښه خبر دې۔ ده ??وئيل هند دې د تحقيقاتو نه لرې او بې بنسټه تورونو لګولو څخه ډډه وكړي او كه كوم كوټلي ثبوتونه لري نو هغه دې وړاندې كړي مونږ بشپړه مرسته كولو له چمتو يو۔ ده