اسلام آباد 28 جنوری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او شماريات ډويژن وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار د ښارونو زياتېدونكې ودانۍ سره لويو ښارون?? لپاره د څښكلو د پاكو اوبو وركړه به د پرمختيائي حكمت عملۍ برخه جوړولې شي٬د كراچ?? د ??رانسپورت لويو پروژو ته پام لرنه كولی شي چې دغسې د پبلك ټرانسپورټ ضروريات تر سره كړې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د غېر ملكي فنډنګ پروژو د جاج اخستنې غونډې مشري كولو په مهال وكړی۔په غونډه كښې د وزيراعظم د اداره جاتي اصلاحات صلاحكاره ډاكټر عشرت حسېن٬د منصوبه بندۍ سېكتر ظفر حسن او د وزارت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔وفاقي وزير ووئيل كراچ?? د ??ېواد يو لوي?? تجارتي مركز دے او د هېواد په پرمختګ كښې م??م كردار ترسره كوي٬وفاقي وزير ووئيل د كراچ?? د ??رانسپورټ لويو پروژو ته به ترجيح وركولې شي په كومو كښې چې د بس ريفډ ټرانزټ پروژه٬رېډ ټرانزټ پروژه٬ګرين لائن او د كراچۍ سركلر رېلوے پروژې شاملې دي۔ده ووئيل حكومت ته معلومه ده چې د كراچۍ او كوئټې پشان د لويو ښارونو اولس د څښكلو پاكو اوبو او د سيورېج ناقص نظام پشان ستونزو سره مخ دے٬حكومت هڅه كوي چې د دې سيمو وګړ?? لپاره د څښكلو پاكې اوبه باوري كړې شي۔په غونډه كښې د ماحوليات٬مواصلات٬د څښكلو پاكو اوبو او د توان په څانګو كښې د آسيائي پرمختيائي بانك٬نړيوال بانك٬اسلامي پرمختيائي بانك٬جائيكا او د آسيا انفراسټركچر ډوېلپمنټ بانك لخوا په كېدونكي فنډنګ او په دې لړ كښې په پرمختګ خبرې وكړی شوې۔وفاقي وزير ووئيل د اولس خېرښېګړی او د هېواد په سماجي او اقتصادي اشاريه كښې بهترۍ لپاره د غېر ملكي فنډونو څخه په موثره توګه د استفاده كولو ته اړتيا ده