ګوادر۔12 جنوری(اے پی پی) د سعودي عربستان د توان ٬ صنعت او معدني وسيلو وزير وفاقي خالد عبد العزيز ا??فليح په مشرۍ كښې د سعودي عربستان پلاوي د خالي په ورځ د ګوادر دوره وكړه۔ د پېټروليم ډويژن وفاقي وزير د سعودي پلاوي هركلې وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل پاكست??ن سعودي عربست??ن سره خصوصي ??ړي??ې لري۔ د سعودي وزير ګوادر كښې د آئل ريفائنري ځائې كتلو له ر??غلې دې۔ ډېر زر به ګوادر كښې آئل ريفائنري جوړه كړې ش??۔ ده ووئيل هيله ده چې راروانه مياشت كښې د سعودي ولي عهد راتلو په مهال آئل رېفائنري له د تفاهم يادښت لاس ليك شي۔ دا منصوبه به د سعودي عربستان پاكستان كښې تر دې دمه تر ټولو لويه سرمايه كاري وي۔ په سعودي پلاوي كښې د آرامكو اېسوسي اېټ سي اي او البوينين ابراهيم قاسم هم شامل وو