اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب اماراتو د پوځ ډپټي سپريم كمانډر شېخ محمد بن زېد النهيان د اتوار په ورځ د پاكستان په دو??ه اسلام آباد ته راغلو۔ په هوائي اډه وزيراعظم عمران خان د هغه هركلې وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان محمد بن زېد النهيان ته د دې دو??ې كولو بلنه وركړې وه۔ د بيان له مخې پاكستان او متحده عرب امارات نزدې او مثالي اړيكې لري۔ دو??ړه هېوادونه په يو شمېر مهم نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔ د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب اماراتو د پوځ ډپټي سپريم كمانډر شېخ محمد بن زېد النهيان د دې نه وړاندې پ?? كال 2007م كښې د پاكستان دو??ه كړې وه۔ د بيان له مخې ولي عهد دو??ې سره به د دو??ړو هېوادونو د ورورولې اړيكې وده وكړي۔ متحده عرب امارات په مېنځني ختيځ كښې د پاكستان مهم تجارتي شراكتدار دي۔ اماراتو د پاكستان په فارن كرنسي اكاؤنټ كښې د درې اربه جمع كولو د وړاندې نه اعل??ن كړے او پاكستان ته تاخير سره د ادائيګې په بنياد د تېل وركولو په اسانيې هم خبرې روانې دي۔ دو??ړه هېوادونه اړيكې د اوږدې مودې په ستراتېژيكي شركت كښې بدلولو لپاره هڅې كوي۔