اسلام آباد 04 دسمبر (اے پی پی) د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي اي سي او بلاك په جغرافيائي توګه لوئيديز او سوئيلي آسيا يو ځائې كوي۔ د دې غړي هېوادونه د قدرتي وسائلو بلها پنګې لري۔ پاكستان به د پائيدار اقتصادي پرمختګ هدفونه ترلاسه كولو له خپل بشپړ كردار ت??سره كوي۔ خپل مينځ كښې د مرستې او تجارت ودې لپاره د ټولو غړو سلا يوه ده۔ ده دا خبره د نهې په ورځ خارجه وزارت كښې د اقتصادي م??ستې تنظيم ورځې په اړه دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې د اقتصادي م??ستې تنظيم غړو هېوادونو سفيرانو او استازو ګډون وكړو۔ خارجه وزير د اقتصادي م??ستې تنظيم ورځې په دستور ه كښې د ګډون كوؤنكو غړو هېوادونو سفيرانو او استازو ته هر??لې وئيلو سره ووئيل پاكستان تېر كال په اولني ځل اي سي او ډے لمانځلې او اوس به مونږ دا ورځ هر كال لمانځو۔ ده ووئيل د اقتصادي م??ستې تنظيم د ټولو غړو هېوادونو ترمينځھ د تړون او مرستې مهمه ذريعه ده۔ د دوه اړخيزه تجارت ودې له د رېل ٬ سترې لارې او بندر ځايونو سره سره د نوې ټېكنالوجي د لارې رابطې زياتېدې شي۔ ده ووئيل غړو هېوادونو له به په ګډه د نړيوالو مسئلو مخنيوي كول وي۔ ده ووئيل دا زمونږ د ګډې ذمه واري ده چې هغه مقاصد ترلاسه كړو كوم چې د اولنۍ ورځې څخه د اقتصادي م??ستې تنظيم په بنيادي فرېم ورك كښې شامل دي۔ ضرورت ددې خبرې دې چې داسې ګامونه پورته كړې شي چې ورسره په بېله كچه د غړو هېوادونو اولس ترمينځھ رابطه او مرسته زياته كړې شي۔ خارجه وزير ووئيل اي سي او بلاك په جغرافيائي توګه لوئيديز او سوئيلي آسيا يو ځائې كوي۔ د دې غړي هېوادونه د قدرتي وسائلو بلها پنګې لري۔ پاكستان به د پائيدار اقتصادي پرمختګ هدفونه ترلاسه كولو له خپل بشپړ كردار ت??سره كوي