اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي چې اوسنې ??کومت په ځائي كچه د اعلٰی تعليمي ادارو نېټ ورك جوړولو لپ??ره د اولسي آسانيو زياتولو په لاره روان دې٬ په وژن 2025ء كښې تعلیمي پرمختګ وړومبې حېثيت لري۔ او د پاكستان د ټولو ضلعو په كچه د پوهنتون ذيلي كېمپس جوړېدو سره به د سيمه ايز پرمختګ په لار كښې مهم قدم ثابت شي او د تعليم څانګه كښې بهترۍ لپ??ره حكومت هېواد كښې د يو ډول نصاب په رائج كولو عمل كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د سنټرل ډوېلپمنټ ګوند غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په غونډه كښې د وفاقي وزارتونو او د صوبائي ??انګو لوړ پورو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د تعليم ٬ ميډيا او سيمه ايز پرمختګ پح??له منصوبې وړاندې كړې شوې۔ د سي ډي ډبلیو پي په غونډه كښې د تعليم ډويژن لخوا دوه منصوبې وړاندې كړې شوې چې پكښې يوه منصوبه د كوتلې پرمختګ مقصدونه ترلاسه كولو لپ??ره د اسلام آباد٬ ګلګت بلتستان ٬ فاټا او د آزاد كشمير ځائي ټولنې ??ه د بنيادي تعليم آسانۍ وركولو او د تعليم په څانګه كښې د بشري پرمختګ انډېكېټرز ښه كولو كښې مرسته كولو لپ??ره 2 اربه 60 كروړه روپۍ بېلې كړې شوې د كومو چې كمېټۍ منظوري وركړه۔ هېواد كښې د بنيادي تعليمي سكولونو جوړولو لپ??ره د تعليم ډويژن لخوا د 4 اربه 5 كروړه 7 لكه روپو منصوبه وړاندې كړې شوه كومه چې نورې منظورۍ لپ??ره اېكنك ته ولېږلې شوه