اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم مېډيا لپاره خاص استازي افتخار دراني وئېلي دي حكومت به د سوئېلي پنجاب صوبې جوړولو لوظ تر سره ك??ي ٬تر 30 جون 2019 به د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ جوړ كړې شي۔د جمعې په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل نوې صوبې جوړولو سره به اقتصادي محرومۍ ختمې شي او ګورننس سره اړوندې چارې به هم ترسره شي۔ده ووئيل د نوې صوبې جوړولو په اړه به حكومت ټول اپوزېشن ګوندونه هم آن بورډ اخلي او كه م??الفو ډلو د دې ګام مخالفت وكړو نو ??وټلې دل??لونه به رامخې ته كولې شي٬ د خاص مرستيال وېنا وه چې د سوئېلي پنجاب صوبې تشكيل به م??كز څخه د فنډ يو ډول وېش له هم مرستياله وګرځي ۔ده ووئيل حكومت په ټولو قامي چارو په سم لوري ګامونه اخلي او هيله ده چې پاكستان تحريك انصاف حكومت به د څوكاله پاكستان خوب رښتيا كړي۔افتخار دراني ووئيل وزيراعظم عمران خان چې د خپل حكومت 20 ورځو بشپړېدو څخه وروستو خپل ځان اولس ته څنګه وړاندې كړے د پخوا داسې نه دې شوي