اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) وزیرِاعظم عمران خان وئيلې دي د تعلیم نظ??مِ او نصاب بهترۍ ته د پي ټي آئي حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ د تعليم په اړه د اصلاحاتو بنيادي مقصد تفريق ختمول او د مدرسې ماشومان راوړاندې كول دي٬ مدرسو ته پېښې مسئلې به په مشاورت حل كولې شي۔ وزیرِاعظم عمران خان دا خبرې د علماء کرامو پلاوي سره كړې چا چې د شورو په ورځ وزيراعظم سره په وزيراعظم افس كښې ليدلي۔ په پلاوي كښې مفتي منیب الرحمان، مول??نا محمد حنیف جالندھري، صاحبزادہ عبدالمصطفی هزاروي، مول??نا یاسین ظفر، مول??نا عبدالمالك، ډاکټر مول??نا عطاء الرحمن او مول??نا سید قاضی نیاز حسېن نقوي شامل وو۔ په دې موقع د تعليم وزير شفقت محمود، د مذهبي چارو وزير نورالحق قادري، د داخله چارو دوهم وزير شهریار اپريدي هم موجود ٶ۔ د ملاقات په مهال د حكومت لخوا د تعليم څانګې (د تعليم نظ??م او نصاب) بهترۍ لپاره د شوو اصلاحاتو او په دې لړ كښې د مدارسو د كردار او خدماتو او په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د علماء کرامو پلاوي عمران خان له په وزیرِاعظم ټاكلې كېدو مباركي وركړه ۔ پلاوي په دې موقع ووئيل ھغوي د زړه له اخلاصه لاس په دعا دي چې لوي څښتن وزیراعظم په خپل مشن كښې كاميابه كړي او قام د هيلو له مخې كار وكړي۔ پلاوي وزیراعظم له باور وركړو چې علماء کرام به د حکومت د مثبتو اقداماتو بشپړه ملاتړ كوي ۔ وزیراعظم د حكومتي اقداماتو په ملاتړ كولو د پلاوي مننه وكړه ۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل هېواد كښې د درېو تعليمي نظ??مونو په سبب قام تقسيمېږي او د بېلا بېلو كلتورونو د ودې سوب ګرځي٬ ده ووئېل د يو قام تعمير لپاره ضروري ده چې بنيادي تعليمي نظ??م او نصاب يو ډول وي۔ ده ووئيل د مدرسې ماشومان هم بشپړه حق لري چې ھغوي د ژوند په هره څانګه كښې د خپلو صلاحيتونو له مخې مخ په وړاندې لاړ شي۔ وزیراعظم ووئيل په تعلیمي څانګه كښې د اصلاحاتو بنيادي مقصد د تفريق خاتمه او د مدرسې ماشومان راوړاندې كول دي۔ ده ووئيل د مدرسو خدمات نظ?? انداز كېدې نه شي او دوي ترهګرو سره تړل بې انصافي ده ۔ وزیراعظم ووئيل مدرسو ته پېښې ټولې مسئلې به په مشاورت حل كولې شي