کوئټھ۔18 اګست( اے پی پی) د بلوچستان اولسي ګوند جام كمال د صوبې نوې ا??لی وزير ??ټا??لې شو۔ د بلوچستان اسمبلۍ د نوي قائد ايوان ټاكنې له غونډه د نوي ټاكلې شوي سپيكر عبد القدوس بزنجو په مشرۍ كښې وشوه۔ كومه كښې چې پخواني اعلی وزير ثناﺀ الله زهري د خپل غړيتوب سوګند پورته كړ??۔ د اعلی وزارت لپاره مقابله د بلوچستان عوامي ګوند جام كمال او د متحده مجلس عمل مير يونس عزيز زهري ترمينځھ وشوه۔ د حېرانتيا خبره دا وشوه چې د مسلم ليګ نون لارښود او د بلوچستان پخواني اعلی وزير ثناﺀ الله زهري خپل ووټ ج??م كمال ته وركړو۔ د ووټنګ عمل بشپړ كېدو څخه وروستو د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر نتيجه اعلانولو سره ووئيل په مجموعي توګه ټول 59 ووټونه وكارولې شول كومو كښې چې 39 جام كمال او 20 يونس زهري ترلاسه كړ??۔ دې سره جام كمال د صوبې 17 مه اعلی وزير ??ټا??لې شو۔ دده پلار جام يوسف او نيكه جام غلام قادر هم ددې صوبې ا??لی وزير پاتې شوې۔