اسلام آباد ۔ 5 اګست (اے پی پی) د كش??ير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزيرې روشن خورشيد بروچه د هند لخوا مقبوضه كش??ير كښې د استوګنې نوې ځايونه جوړولو ګامونو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي هند ددې ډول د غندنې وړ ګامونو سره خپل ناوړه مقاصد ترلاسه كولې نه شي۔ مقبوضه کشمیر كښې د آبادۍ تناسب كښې بدلون كولو له هند چې په مقبوضه كش??ير كښې د اسرائيل په ډول ګامونه پورته كوي ددې چې څومره هم غندنه وكړې ??ي كمه ده۔ نړيواله ورورولي دې مقبوضه كش??ير كښې د هند د دې د غندنې وړ ګامونو نوټس واخلي۔ د مقبوضه كش??ير غېرتمند اولس به ددې په نره مقابله كوي۔ د اتوار په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزيرې ووئيل د هند لخوا سره ددې ظلم او زياتي د كشميريانو ??اك??تان سره تړون لا زيات شوې او نن د كش??ير درېم نسل هم د خپلو پلار نيك نه هم زيات د ??اك??تان سره د خپل تړون څرګندونه كوي او په دې لړ كښې د مقبوضه كش??ير په لارو كوڅو كښې د خپلو ځانونو قرباني وركوي۔ دې ووئيل وخت راغلې چې نړيواله ورورولي د خپلو ذاتي ګټو څخه بهر وتلو سره كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په رڼا كښې دخپلواكۍ حق وركړي۔