اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د شريكې ګټې كونسل د وړومبۍ آبي پالېسۍ او پاكستان و??ټر چارټر متفقه منظوري وركړې ده ٬ دغسې د وزیراعظم په مشرۍ كښې د قامی كچې ادارې ’’قامی واټر کونسل‘‘ د لارې به په پالیسۍ عملد??آم?? او نګرانی کولې شي، وزيراعظم او د څلورو واړو ص??بو اعلیٰ وزيرانو په ’’پاکستان و??ټر چارټر‘‘ لاس ليك هم وكړو۔د شريكې ګټې كونسل 37مه غونډه د وزيراعظم شاهد خاقان په مشرۍ كښې وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔ په غونډه كښې د پنجاب اعلٰی وزير محمد شهباز شريف٬د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه٬د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير پروېز خټك٬د بلوچستان و??يراعلٰی عبدالقدوس بزنجو٬وفاقي او صوبائي وزيرانو او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د قامي ا??بو پھ پالېسۍ غور وشو۔وړومبۍ آبي پالېسۍ او پاكستان و??ټر چارټر لاس ليك كولو له د وزيراعظم په دفتر كښې خاص دستوره وشوه۔وزيراعظم او څلورو واړو اعلٰی وزيرانو چارټر لاس ليك كړو كوم چې په متفقه توګه منظور كړې شو۔د پلاننګ کمېشن چیئرمېن سرتاج عزیز غونډه د قامی ا??بو پالیسۍ مسودې په اړھ خبر كړه۔ ده ووئيل دا پالیسی د ټولو ډلو په مشاورت جوړه شوې او په قامی كچه يو مشاورتی سیمینار هم اتفاق رائے وضع کولو له شوے ۔ د شريكې ګټې کونسل 36مه غونډه كښې وړاتندې كړې تجاویز پالیسۍ كښې شامل کړې شوي۔ ده د ا??بو كارولو او ترجیحات په ګوته كولو ، د ا??بو د وسائلو پرمختګ او استعمال له كوټلې منصوبه بندی، د طاس ماحولیاتی همغږي ، ماحولیاتی بدلون اثرات ٬ د څښلو پاكو ا??بو او سینی ټېشن، پن برېښنا ، صنعت، زمكيزې ا??بو ، د تحفظ انتظاماتو ، قانونی فریم ورك او د ا??بو څانګې ادارو د كار استعداد زياتولو پشمول د ا??بو قامی پالیسۍ خدوخال په اړه وضاحت وكړو۔ د شريكې ګټې کونسل ته ووئيل شول ’’قامی واټر کونسل‘‘ په نامه د قامی كچې ادارې د لارې د ا??بو په قامی پالیسۍ عملد??آم?? کولې شي د كومې مشري به چې وزیراعظم کوي او وفاقی وزيرا?? او ټول اعلیٰ وزيران به ئې غړي وي۔ سرتاج عزيز ووئېل د ا??بو قامی کونسل به د قامی ا??بو په پالیسۍ د عملد??آم?? نګرانی کوي او د آ??بو وسائلو وفاقی وزیرپه مشرۍ كښې به يوه سټېئرنګ کمېټی د وفاقی او صوبائی حکومتونو او اړوندو محکمو نمائندګانو سره د عملد??آم?? مانیټرنګ كوي۔ د شريكې ګټې كونسل د پلاننګ کمېشن او د ا??بو وسائلو وزارت هڅې وستائلې او پاکستان لپاره وړومبې د ا??بو قامی پالیسۍ ئې په متفقه توګه منظوری وركړه۔ دې نه پس په يوه دستوره كښې وزیراعظم د څلورو واړو اعلیٰ وزيرانو سره په پاکستان و??ټر چارټر لاس ليك وكړو چې پكښې د ا??بو قامي پالیسۍ له د عزم څرګندونه وشوه۔