الجبیل (سعودی عرب) 16 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د ځيينو نورو نړيوالو لارښودو سره د ګل پھ ورځ د 24 هېوادونو شريك پوځي مشق ’’ګلف شیلډ ون‘‘اختتامی دستوره كښې ګډون وكړو او د عسکری پوهې غوره مظاهرہ ئې وكتله۔ د سعودی فرمانروا سلمان بن عبدالعزیز السعود د نړيوالو لارښودو ، د دفاع او خارجه وزيرانو او بيل وسله والو ځواكونو د مشرانو په دستوره كښې هركلې وكړو كومه چې د دمام شمال مشرق كښې نزدېې 140 کلومیټره لرې صحرا كښې شوے ۔ وزیراعظم سره د دفاع وزير انجینئر خرم دستګیر، سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ او سعودی كښې د پاکستان سفیر هشام بن صدیق هم موجود وؤ۔ د 41 هېوادونو اتحاد ’’اسلامك ملټری کاؤنټر ټیررازم کولېشن‘‘ مشر جنرل (ر) راحیل شریف هم په دستوره كښې ګډون كولو۔ د سعودي د رائل لینډ فورسز م??ق د کمان ترمخه د سلطنت شرقی ساحل سره كيدونكې د درېو واړو وسله والو ځواكونو شريك مشق اهتمام شريكو رابطو ته ودې او د شريكو مقاصدو ترلاسه كولو لپاره پھ ګډه د كار كولو عملی تجربې لپاره شوے ؤ۔ د سعودی دفاع وزارت ’’ګلف شیلډ ون‘‘ مشق نړۍ كښې د جدید عسکری نظام له مخې د جنګي پوه?? په اړه يو مهم ګام ګرځولې كېږي۔ د مشق اختتامی دستوره كښې زمكيز ، فضائی او بحری ځواكونو په بريد كښې د كاريدونكې پوهې مظاهر?? وكړه دغسې د پاك فضائیه جے اېف 17 جنګي ا??وت??و د ښه مظاهرې کولو سره خپل هدفونه په نښه كړل۔ دې نه پس د مشق په مهال بکتر بند ګاړو كښې زمكيز پوځ بريد وكړو چې ورته د اپاچی ا??وت??و ګن شپ فضائی معاونت ترلاسه ؤ۔ بلخوا سمندر څخه بحری پوځ د دښمن اډ?? په نښه كړې دغسې د سپیشل سروسز ډلو مشق كښې د شرخوښو خاتمه وكړې شوه۔ د ’’اے پی پی‘‘ د خاص نمائندہ راپور له مخې د سعودی فرمانروا او ميلمنو په يو لوئ هال كښې د دستورې مشاهد?? وكړه۔ دې نه پس د سعودی فرمانروا سلمان بن عبدالعزیز د ميلمنو سره عكس جوړ كړو او د هغو?? په اعزاز كښې ئې ميلمستيا وركړه۔ دستوره كښ?? په ګډون كوونكو لارښودو كښې د ابوظهبی ولی عهد او د یو اے ای د وسله والو دوهم سپریم کمانډر شیخ محمد زید النهیان، د بنګله دېش وزیراعظمې شیخ حسینه واجد، د مالی، چاډ او برکینا فاسو اولس مشران شامل وؤ۔ د پاك پوځ ډلو ، د پاك فضائیه سی 130، جے اېف 17 تھنډر ا??وت??و ، د پاك بحریه بيړيو او د سپیشل سروسز ګروپ کمانډوزو په مشق كښې برخه اخسته۔ د دې مشق مقاصدو كښې د سيمه ايزو هېوادونو په ضد د خطرو او چیلنجونو مخنيوي له كوټلې ګامونه پورته كول شامل دي۔ كومو هېوادونو چ?? په دې مشقونو كښې برخه اخستي په هغوې كښې پاکستان، سوډان، جبوتی، مصر، یو اے ای، چاډ، ګینیا، بحرین، ملائیشیا، موریطانیه، اردن، ??یمیبیا او کویت شامل دي۔ د مبصر په حیثیت ګډون كوونكو هېوادونو كښې بنګله دېش، ترکیه، قطر، افغانستان، برکینا فاسو، امریکا ، برطانیه، کیمرون جزائر، اومان او نائیجر شامل وؤ۔د بحرین، سعودی ، کویت، ترکیې، یو اے ای او امریکې جنګی بحری بيړيو هم پھ دې مشق كښې برخه اخسته