بیجنګ 13 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلې دي سي پېك د بېلټ اېنډ روډ منصوبې يو مركزي برخه ده چې ورسره به د منطقې اولس ته ګټه ورسي٬ د نړۍ د مسئلو هواري لپاره به شريكو اړيكو ته د ودې وركولو په اړه نوې لارې لټول وي٬ ټولو هېوادونو له يو بل سره اشتراك او مرسته زياتول پكار دي٬ د شريكو اختلافاتو خاتمې لپاره به د خبرو اترو لارې پرانستې ساتل پكار وي٬ تمبې بندولو سره به نورې مسئلې راپېدا شي۔ ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير بېجنګ كښې د چين نړيوال راډيو اردو سروس سره خپلو خبرو كښې وكړه ۔ ده ووئيل نړۍ ته د پېښو اوسنيو اقتصادي مسئلو حل لپاره د اولس مشر شي جن پنګ خطاب د اهميت وړ او مثبت وژن ګرځولې شوے۔ د چين اولس مشر نړۍ كښې په اشتراكيت او په پراختيا زور رواړلو سره ووئيل د نړۍ مسئلې د ورونو په بندولو نه پل جوړولو سره حل كېدې شي ?? ده ووئيل ټولو هېوادونو له يو بل سره اشتراكيت او مرسته كول دي او كه دروازې بندې كړې شوې نو مسئلې به لا زياتې شي۔ احسن اقبال ووئيل پاکستان د چين د اولس مشر د درېځ په بشپړه توګه ملاتړ كوي ځكه چې بېلټ اېنډ روډ انېشېټيو د سلو هېوادونو د شموليت د اوسني دور لويه منصوبه ده ٬ سي پېك د د??ې مركزي برخه ده۔ احسن اقبال ووئيل سي پېك بېلټ اېنډ روډ انېشيټو يوه مركزي پروژه ده چې له مخې ئې د 29 اربه ډالرو سرمايه كارۍ ته دا مهال رښتينې شكل وركړې شوې ۔ ده ووئيل پاكستان كښې د توان لوے لوے منصوبې جوړېږي چې پكښې د تجديد جوګه توان او د سكرو څخه د توان منصوبې هم شاملې دي ۔ ده ووئيل ټولو هېوادونو له يو بل سره اشتراكيت او مرسته كول دي او كه دروازې بندې كړې شوې نو مسئلې به لا زياتې شي۔ احسن اقبال ووئيل پاکستان د چين د اولس مشر د درېځ ملاتړ كوي ځكه چې بېلټ اېنډ روډ انېشېټيو د سلو هېوادونو د شموليت لويه منصوبه ده۔ ده ووئيل سي پېك بېلټ اېنډ روډ انېشيټو يوه مركزي پروژه ده چې له مخې ئې د 29 اربه ډالرو سرمايه كارۍ ته دا مهال رښتينې شكل وركړې شوې۔ وفاقې وزير ووئيل پاكستان كښې د توان لوے لوے منصوبې جوړېږي چې پكښې د تجديد جوګه توان او د سكرو څخه د توان منصوبې هم شاملې دي ۔ د پاكستان په اقتصادي بحالۍ كښې د سي پېك د كردار ستائنه كولو سره احسن اقبال ووئيل د سي پېك له كبله پاكستان كښې د اسټيل ٬ سمنټ ٬ ودانيو٬ انجينئرنګ سروس٬ د توان او د لاجسټکس پشمول نورو څانګو كښې بهتري راغلې او سي پېك څخه د روزګار په لكهونو موقعې پېدا شوې ۔(