مانسهره 11 فروری (اے پي پي﴾ د مذهبي ??ار?? وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي چې پخواني وز??را??ظم محمد نواز شريف اولس سره كړي لوظونه پوره كړي دي٬ پخواني وز??را??ظم د موټروے د لارې په هېواد كښې د سړكونو جال خپور كړے او دې سره د هېواد معيشت مخ په ښه كېدو دے۔ په مانسهره كښې د سوئي ګېس د لوډشېډنګ مسئله هم حل كړې شوې۔ وفاقي وزير دا خبرې د اتوار په ورځ په غازي كوټ كښې د سوئي ګاز د اضافي پائپ لائن د پرانستې نه پس اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د قومي اسمبلې غړے كېپټن ﴿ر﴾ صفدر٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي صالح محمد خان٬ سردار محمد ظهور٬ ميا ضياالرحمان او ضلع ناظم سيد غلام رسول هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل چې پخواني وز??را??ظم محمد نواز شريف هېواد د پرمختګ په لار روان كړے۔ په ټو?? هېواد كښې د نواز شريف په غونډو د اولس ګډون عدالتي پرېكړه رد كړے۔ اولس به د كاركردګې په بنياد مسلم ليګ ﴿ن﴾ بيا كامياب كړي۔ ده ووئيل چې په راتلونكو ټو??ټاكنو كښې به نه يوازې په وفاق بلكې د خېبر پښتونخوا پشمول په څلورو واړو صوبو كښې مسلم ليګ ﴿ن﴾ قوي حكومتونه جوړوي۔