اسلام آباد 08 فروری (اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي انتها خوښي د ټولې نړۍ لپاره يو لوي چېلنج دے ٬ د حقيقي جمهوريت د لارې د دغې لعنت مخنيوي كېدې شي۔
د نظریاتو په جنګ كښ?? د ټولو نه لوي جنګ د اعتدال پسندۍ او انتها خوښۍ ترمېنځه دے٬ پاكستان كښ?? دا جنګ روان دے۔ ده دا خبرې په واشنګټن كښ?? يوې دستورې ته خپل خطاب کښې وكړې كومه كښ?? چې د امریکې د كانګريس غړو ، اعلیٰ حکومتی غړو، مهمو پريكړه كوونكو ، کارپوریټ کمپنیو مشرانو ،د بيلو هې??ادونو مشرانو، میډیا، تعلیمی پوهانو او د سول سوسائټۍ تنظیمونو ګډون وكړو۔ وياند فرحت اللہ بابر ووئيل په دې موقع شهیدې بینظیر بھټو ته پيرزوئنې وړاندې كړې شوې او په دستوره كښ?? د هغې د انټرویوز ویډیو وښودلې شوي، د کانګریس پخواني غړي فرینك وولف بلاول بھټو زرداری له د وېنا بلنه وركولو څخه وړاندې شهیدې بینظیر بھټو ته په ښھ ډول د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كړي۔ بلاول بھټو زرداری په خپل خطاب كښ?? ووئيل نن ترهه ګرۍ ، غیرمساوی سلوك، موسمیاتی بدلون نړۍ د چيلنجونو سره مخ كړې۔ ده ووئيل د دغ?? چیلنجونو په وجه به مونږ له يو موټې كيدل وي۔ ده ووئيل كه مونږ يو موټې نه شو دا چيلنجونه به نور هم زيات شي، بايد نن مونږ په خپلو اقدارو نظرثانی و??ړو ځكه چې دې نه علاوه بله كومه لاره نشته۔ ده ووئيل مونږ له به دا خبره منل وي چې ترهه ګري او انتها خوښې يواځې تر مسلمانې نړۍ محدوده نه ده۔ ده ووئيل په پاکستان كښ?? د ترهه ګرۍ په ضد جذبات زياتېږي خو د ترهه ګرۍ په ضد په بشپړه ډول ذهن بدلولو له به مونږ له لوظ كول وي۔ ده ووئيل سيمه كښ?? د ترهه ګرۍ له امله سیاسی او سماجی توازن ته زيان رسيدلې، كه مونږ په ښه ډول په دې اړه خبره ونه كړه نو مونږ به پھ دې پوهه نه شو چې د ترهه ګرۍ او انها خوښۍ مخنيوي به څه ډول وكړې شي۔ بلاول بهټو ووئيل پاکستان او امریکا سوئيلي او مينځني اسياﺀ كښ?? امن او استحکام له ډير څه كولې شي خو دې لپاره د باور فضاء ته اړتيا ده۔ دستوره كښ?? د ټولې نړۍ څخه 1200 كسانو ګډون وكړو۔ بلاول بھټو زرداری سره پخوانې سناتور اکبر خواجه او سناتور سلیم مانډوی والا هم ملګري وؤ