اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي﴾ د دفاع وزير انجينئر خرم دستګيرخان وئيلي دي چې ??مر??كا په افغانستان كښې د خپلې 16 كلنې ناكامې تور په پاكستان لګوي٬ د افغان پولې سره د تار لګولو يوه وجه په پاكستان پرله پسې تورونه لګول و٬ د پاكستان د كورنې سلامتيا صور??حا?? ډېر ښه شوے۔ په بېلجيم كښې د پاكستان د سفارت څخه ترلاسه شوې خبر پاڼې له مخې د دفاع وزير دا خبرې د بېلجيم قومي ټي وي او رېډيو چېنل سره په خپله يوه مركه كښې كښې كړې دي۔ وي آر ټي دا مركه په خپله راډيو د خپرونو سره سره په وېب پاڼه د آرټيكل په شكل كښې خپره كړې۔ د دفاع وزير وئيلي دي چې مونږ به افغانستان سره په 2600 كلوميټره پوله ازغن تار لګوو۔ پاكستان په 250 كلوميټره پوله د تار لګولو كار ترسره كړے٬ مونږ سره چا په دې كښې مرسته نه ده كړې۔ ده ووئيل چې ??مر??كا په افغانستان كښې د خپلې 16 كلنې ناكامې تور په پاكستان لګوي٬ ??مر??كې كهربونه ډالر خرڅ كړل٬ د زرګونو پ?? شمېر عسكرو ځان قربان كړو او ډېر ژوبل شول خو اوس هم د افغانستان 45 فيصد سيمې د افغان دولت په كنټرول كښې نه دي۔ د ??مر??كې او پاكستان اړيكو پ?? اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مونږ هيله لرو د اروپا خلق به زمونږ نظر ??مر??كې ته ورسوي۔ ده ووئيل چې مونږ نظر لرو چې په افغانستان كښې جمهوري استحكام ډېر ضروري دے۔