لندن ۔ 14 دسمبر (اے پی پی) وز??راعظم شاهد خا??ان عباسی وئيلي دي حكومت ته هېڅ خطر نشته۔ د لوئے څښتن په فضل حكومت به خپله موده ترسره ك??ي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د پاكستان مسلم ليګ (ن) اعلی مشرتابه سره ملاقات كولو له لندن ته په رسېدو خبريالانو سره وكړه۔ ده ووئيل زه حكومت ته هېڅ خطر نه وينم۔ زمونږ حكومت به خپله موده ترسره كوي او په جون كښې به نګران حكومت جوړ شي۔ د حسن نواز په دفتر كښې شوي ميټنګ كښې پخواني ??زي??اعظم نواز شريف ٬ د هغه لور مريم نواز ٬ زوي حسن نواز ٬ د پنجاب اعلی ??زي?? شهباز شريف او خارجه ??زي?? خواجه محمد آصف ګډون وكړو۔ وز??راعظم ووئيل د لندن ميټنګ د وړاندې څخه اېښودې شوې ؤ او دا د كومې خاص پرېكړې لپاره نه ؤ۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د هغې بيان چې د اسمبليو د مودې ترسره كېدو باور نه لرم په اړه ??زي??اعظم ووئيل دا د هغه ذاتي رائے ده۔ كه سپيكر كوم تحفظات لري نو زه د هغې لرې كولو له چمتو يم۔ ??زي??اعظم څوك چې د القدس شريف په اړه د او آئي سي غېر معمولي غونډه كښې ګډون څخه وروستو تركيه څخه لندن ته رس??دل?? ؤ ووئيل د مشرانو كنفرنس كښې مو د پاكستان څرګند دريځ وړاندې كړو۔ هيله ده امريكا به د خپل سفارت يروشلم ته د منتقل كولو پرېكړې ته بيا كتنه وكړي۔ په دې مهال ميډيا سره خبرو كښې خواجه محمد آصف ووئيل حكومت به خپله موده ترسره كوي او مسلم ليګ (ن) به يو ځل بيا اقتدار ترلاسه ك??ي۔ ده ووئيل مونږ به راروانو ټول ټاكنو كښې كاميابۍ څخه وروستو حكومت جوړوو۔