اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد ??اق??ن عباسي په شمالي وزيرستان كښ?? د ??اك پوځ په ګاډي د ترهګرې د بريد سخته غندنه كړې ده د كومې په نتيجه كښې چې سېكنډ لېفټېنټټ عبدالمعيد او عسكر بشارت شهيدان شوي دي۔ وزيراعظم غم جنو كورنيو سره غمرازي كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا ك??ې۔ وزيراعظم وئيلي دي د ترهګرې په ضد جنګ كښ?? د ??ېمتي انساني ژوند لازواله قربانې به تل ياد ساتلې شي كومې چې زمونږ د قامي تاريخ د مهم جز حېثيت لري۔ دوي د ګران وطن په خاطر خپلې ګرانې اثانې قربان كړې دي۔ ده ووئيل د قام په حېث مونږ به د خپل هېواد دښمنانو په ضد جنګ كښ?? د ??ېړنو وسله والو ځواكونو لوي خدمات كله هم هېر نه كړو۔ وزيراعظم ووئيل د الله تعالٰي په فضل و كرم په هېواد كښې د ترهګر نېټ ورك ملا ماتولو سره پاكستان د ترهګرې لعنت له ماتې ??ركړې ده ۔ده ووئېل مونږ دا جنګ ګټلې دے او انشاالله ډېر زر به د هغوي باقيات هم تل لپاره ختم كړې شي۔ (