اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې پاکستان د سائ??س او ټېکنالوجۍ، د صنعت او د اقتصادي پرمختګ نوې دور ته داخل شوې٬ د نوې دور تقاضو ترسره كېدو لپاره دې س??ئن??مدار او محقيقين خپل صلاحيتونه وكاروي٬ خلائي اداره په دې لړ كښې ډېره مهمه ده۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ د انس??ي ټيوټ آف سپېس ټېكنالوجي (آئي اېس ټي) كښې د اېرو سپېس سائ??س او ټېكنالوجۍ پنځم نړيوال كنفرنس پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ په دې موقع د كنفرنس چيئرمېن او د آئي اېس ټي وائس چانسلر انجينئر عمران رحمن او د آئي اېس ټي ډين ډاكټر اقبال مسعود هم خبرې وكړې۔ اولس مشر ووئيل زمونږ تعليمي او تحقيقي ادارو د ځانګړې كاركردګۍ څرګندونه كړې ده خو لا ډېر كار پاتې دې۔ اولس مشر ووئيل په تېرو دوو لسيزو كښې د خلائي تحقيق په اړه رېكارد كار شوې او د نړۍ يو څو خاص پرمختللې هېوادونه نه بلكې زمونږ ځينو ګاٶنډيان هېوادونه هم په دې مېدان كښې ډېر وړاندې تللي دي۔ ده ووئيل د سائبر ټېكنالوجۍ د لارې يوازې د ژوند معمولات نه بلكې كاروباري طريقې او د تږ راتږ ذريعې هم بدليږي۔ اولس مشر ووئيل د دې چېنلجونو مخنيوي لپاره د سائ??س او ټېكنالوجۍ څانګې كردار ډېر مهم دے٬ دې لپاره ضروري ده چې آئي اېس ټي٬ سپاركو او نورې ټول?? ادارې په خپلو تحقيقي م??صوبو كښې پراختيا راولي۔ اولس مشر ووئيل د خلائي تحقيق په سرخط په نړيوالو هلو ځلو او په دې كامياب نړيوال كنفرنس كولو دا واضحه كېږي چې د نړۍ په علمي نقشه د پاكستان مقام ډېر ممتاز او ځانګړې كېدونكې دېے۔ده هيله ولرله چې په دې صورتحال كښې نوره بهتري راتللې شي خو دې لپاره ضروري ده چې ځوانان او سينئر س??ئن??مدار د تحقيق روايتي طريقو نه پرته په تحقيقي مېدان كښې نوې مثالونه جوړ كړي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل كله چې د يو قام س??ئن??مدار او محقيقين د خپلې خوارۍ او مينې په طاقت د كمال ھغې درجې ته ورسي نو بيا وسائل د دوي په لاره كښې كله هم خنډ نشي جوړېدې۔ د دې نه وړاندې د انس??ي ټيوټ آف سپېس ټېكنالوجۍ وائس چانسلر انجينئر عمران رحمان او نور هم دستورې وېنا وكړه۔