نيويارك 30 اکتوبر (اے پي پي) په نيويارك كښې د پاكستاني قونصلېټ جنرل تر سيوري لاندې د تورې ورځې په لړ كښې دستوره وشوه٬ په دستوره كښې وېنا كوونكو په مقبوضه كشمير كښې د هند د روانو ظلمونو غندنه وكړه او د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د قرارادادونو عملي كولو غوښتنه ئې وكړه۔ د اكتوبر د 27مې نېټ?? كال 1947م په مهال په كشمير د هند د قبضې ورځ د تورې ورځې په توګه د لمانځلو په لړ كښې دې دستورې ته خپله وېنا كښې د پاكستان قونصل جنرل راجه علي اعجاز ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د كشميري ا??لس د آزادې په هڅو كښې د سياسي٬ سفارتي ??و اخلاقي ملاتړ روان ساتلو عزم كړے۔ ده ګډون كوونكو ته ووئيل هغوي د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ډاګه كولو لپا??ه خپلې هڅې زياتې كړي۔ په دې موقع قونصلر آف دي کمیونټي وېلفیئر حنیف چنه ،د کشمیر کونسل پخواني غړي سردار سرور خان، کشمیري مشرانو ملک ندیم عابد، خواجه فاروق، سردار امتیاز گړالوي، راجه رزاق، تاج خان، عظمیٰ ګل، چوهدري ظهور، خورشید بھټی او نعیم ګلګتی هم د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوي ووئيل ملګرو ملتون?? كشمير يوه لانجمنه سيمه تسليم كړې او د هند دا دعوٰي سراسر غلطه ده چې ګني كشمير ئې اټوټ انګ دے