پېښور ۔31اګست(اے پی پی) د اتوار په ورځ د ګرد هېواد په ډول خېبر پختونخوا كښې هم د حضرت ا??ام حسېن (رض) او دده د ملګرو د عظيم الشانې قربانۍ په ياد كښې د عاشورې ورځ (10م محرم) عقيدت او احترام سره ولمانځلې شوه۔ په دې مهال د صوبې سرښار پېښور بېلو ا??ام باړو نه ذوالجناح جلوسونه رابهر شول كوم چې د خپلو روايتي لارو نه تېرېدو سره اختتام ته ورسېدل۔ په دې موقعې مجلسونه هم وكړې شول او علماﺀ كرامو او مشائخو د رسول اكرم خاتم النبيين(ص) په نمسي او د هغه په كورنۍ شوي ظلمونه بيانولو سره ووئيل اهل بېت خپلو قربانيو سره د اسلام عظمت ځانګړې جوړ كړې دې۔ او تر قيامت ور??ې ئې مسلمانانو ته يو داسې سبق وركړے دے چې نن اسلامي تاريخ ددې مثالونه وركوي۔ د جلوسونو په لارو امنيت ټينګ كړے شوے و??۔ دغسې ا??ام باړو كښې مېرمنې پوليس هم موجود وې۔ د جلوس په ټولو لارو د پيو ٬ يخو اوبو او شربت سبيلونه لګولې شوې وو او د خلقو ترمينځھ لنګر هم ووېشلے شو۔