اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د ضروري څيزونو نرخونو پرله پسې څارنې او د حكومت لخوا د شوو اقداماتو په نت??جه كښې د روان مالي كال په مهال صارفينو لپاره په حساس اشاريه كښې د كمي امكان دے. دا خبره د خزانې وزارت لخوا په جاري اقتصادي اپ ??ېټ كښې شوې. د اقتصادي اپ ??ېټ له مخې د كورونا وائرس د وبا نه وړاندې حكومت په نړيوال ماركيټ كښې د څيزونو په بېعو كښې د اضافې، د هېواد په ځينې برخو كښې د فصلونو زيان او د مطلوبه اېډجسمنټس پالېسو په وجه د پېدا شوي افراط زر فشار كمولو له هڅې كولې. د دې په نت??جه كښې د ضرورت د څيزونو په بېعو كښې استح??ام راغلے ؤ. د اپ ??ېټ تر مخه د مارچ په مياشت كښې په نړيواله او ملكي كچه د لاك ډاٶن په نت??جه كښې د طلب او رسد په نظام آغېز پرېوت، د دغې صورتحال تر مخه سټېټ بېنك په پاليسي رېټ كښې د 625 بېسس پوائنټس كمے وكړو او د پالېسې رېټ ئې 7 مقرر كړو. په بېعو كښې استح??ام لپاره حكومت خپل خرڅونه كم كړل، په زرعي پېداوار كښې اضافې او د پېداوار اضافې لپاره د سرمايه كارې او د ضرورت د څيزونو د مناسب مقدار ور??ړې غوندې اقدامات وشول. عام وګړي ته ريليف وركولو لپاره حكومت د يوټېليټي سټورز كارپورېشن د لارې په مناسبه بېعه د ضرورت څيزونو وركړه ممكنه ??ړې شوه. د دې اقداماتو په نت??جه كښې صارفينو لپاره د ب??عو حساس اشاريه سنګل ډېجټ شوه او د مئي مياشتې په ختمېدو د ب??عو حساس اشاريه 8.2 فيصد ريكارډ ??ړې شوه. دغسې د فرورې نه د مئي تر مياشت د افراط زر شرح كښې پرله پسې كمے په نظر راتللو. په دې مياشتو كښې د افراط زر په شرح كښې په مجموعي توګه د 6 فيصده كمے ريكارډ كړے شو. د خزانې وزارت له مخې حكومت د ضرورت څيزونه اسانولو او معقول كولو لپاره اقدامات كوي. حكومت د ذخيره كوونكو په ضد د سختو اقداماتو پوخ عزم لري، ځكه په سباٶن كښې د څيزونو په بېعو كښې د اضافې امكانات كم ??ړې شوي. د حكومتي اقداماتو په نت??جه كښې د روان مالي كال په مهال د افراط زر شرح د 10.7 فيصد پاتې كېدو امكان دے. د دې څخه وړاندې په كال 2021م كښې د افراط زر شرح تر 11.8 فيصده د پاتې كېدو امكان څرګند كړے شوے ؤ