اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر ق??سم ??ان سوري وئيلي دي د چين د کميونسټ پړټۍ 99 كلن سياسي تاريخ نړۍ لپاره د لارې مشال دے۔ د زيارت په ورځ خپل وېډيو پېغام كښې ده ووئيل د كميونسټ پارټۍ لخوا پورته كړو جامع اقداماتو په سوب چين د غربت په خاتمه كښې تر ډېره حده ك??ميابي موندلې د كومې چې نړيوالې ورورولۍ ستائنه كړې ۔ ده ووئيل چين په معاشي توګه يو مضبوط هېواد دے٬ نړيوالې ورورولۍ له د چي?? معاشي پرمختګ څخه استفاده كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل پاکستان تحريك انصاف هم ګرد هېواد كښې د غربت خاتمې لپاره د چين د كميونسټ پارټۍ تجربو څخه د استفادې كولو خوښي لري دغسې جې ګرد هېواد كښې د غربت خاتمه ممكنه شي۔