ملتان 18 مئی (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي كه هند څه ډول مهم جوئی وكړه نو په زړه پورې ځواب به وركولې شي لكه څنګه چې مونږ فروری كښې وركړے ؤ۔ ده ووئيل پاکستان جنګی جنون كښې اخته كيدل نه غواړي۔ مونږ امن خوښې خلق يو او په امن باور لرو۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د ګل په ور?? سرکټ هاؤس ملتان كښې خبرې كنفرنس كښې وكړه۔خارجه وزير شاہ محمود قریشی ووئيل ??فغانستان كښې صدر اشرف غنی او عبداللہ عبداللہ ترمينځه د اقتدار شراکت لوظنامه خوشبينه ده۔ افغان امن عمل كښې ځينې طاقتونه خنډان راولاړوي۔ ده ووئېل خنډانو راولاړونكو كښې يو قوت زمونږ په ګاونډ كښې دے۔ ده ووئيل ?? افغان ډلو زر تر زره خبرې پيل كو?? د افغانستان امن لپاره ضروري دي ۔ ده ووئيل ??البانو وئيلي دي مونږ به د لوظنامې پاسداري كو??۔ ده ووئيل ??فغانستان كښې بايد د بنديوانانو د تبادلې عمل تند كړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ?? ګهير شوي پاكستانيان به زر تر زره هيواد ته راستنولې شي۔ خارجه وزارت كښې په بيلو هيوادونو كښې ګهير يو لکهه 10 زره څخه زياتو پاکستانیانو هيواد ته راستنيدو لپاره رجسټریشن کړے۔په هغې كښې ځينې وګړي داسې دي چې ويزې ئې ختمې شوي۔ ده ووئيل په ابتداﺀ كښې مونږ يواځې د اسلام آباد هوائي ميدان ته نړيوال پروازونو له اجازه وركړې وه۔ صوبو مونږ له د هوائي ميدانونو پرانستلو اجازه نه وه راكړې۔ ده ووئېل مونږ په منت كو??و د هغوي څخه هوائي ميدانونه پرانستلي۔ اوس به لاهور، فیصل آباد او ملتان ته هم پروازونه راځي دغسې کراچۍ ،کوئټه او پيښور هوائي ميدانونه هم پرانستلې شوي۔ ده ووئيل ?? قواعدو او ضابطو له مخې راتلوونكو ټولو مسافرو له به هيواد ته په راستنيدو به 14 ور??ې قرنطینه كښې پاتې كيدل وي او ځكه د مسافرو په راستنيدو كښې تاخير شوے۔ ده ووئيل ??کومت د كروندګرو ستونزو خخه خبر دے او د قحطې ملخانو مخ نيوي لپاره د سید فخر امام په مشرۍ كښې به كميټي د صورتحال جاج اخلي۔