اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د کابينې په غونډه كښې په انتخابي عمل كښې سپېځلتيا لپاره د اصلاحاتو د 39 تجويزونه ستائنه كو??و سره په مختلف دورونو كښې د ادارو سربراهانو تعيناتۍ لپاره په اړوندو قواعدو او ضابطو كښئ د بدلون پرېكړه كړې ده ، وزيراعظم په 12 وزارتونو كښې د ضابطې په ضد د تعيناتۍ د راپور سخت نوټس اخستو سره د نورو وزارتونو څخه هم په يوه اوونۍ كښې راپور غوښتے دے ،وزيراعظم عمران خان د پومبې د امدادي بېعې تعين لپاره د اقداماتو امر هم كړے، د ھغه د سوچ مركز د هېواد د بې وسه او د كمزورو طبقو ښېګړه ده، په لاك ډاٶن كښې نرمي هم د دغې سوچ عكاسي ده، مونږ له د اولس د صحت حفاظت سره سره د دوي معاشي تحفظ هم باوري كو?? دي ۔ د نهې په و??ځ د وفاقي كابينې غونډه كښې د شوو پرېكړو په اړه ميډيا ته د بريفنګ په مهال ده ووئيل د کابينې د غونډې اېجنډا ٧ نكاتي وه، د کابينې غونډه ته په انتخابي عمل كښې سپېځلتيا لپاره د اصلاحاتو 39 تجويزونه وړاندې كړې شوي كو?? چې اعظم سواتي د پ??رلماني چارو وزير په حېث جوړ كړي وو۔ وفاقې وزير شبلي فراز ووئيل وزيراعظم عمران خان د دې تجويزونو ستائنه كړې او په دې كښې د انتخابي نتيجو په و??ت ترسيل او اعلان ، د سياسي ګوندونو لخوا د انتخاباتو نه څلور مياشتې وړآندې د الېكشن پلان جوړولو ته حتمي شكل وركولو ، د حلقه بنديو په و??ت او د كانديدانو د پولنګ اېجټس شمېرو ، انتخابي خرڅونو او بهر هېواد كښې د مېشته پاكستانيانو د ووټ پحقله تجويزونه شامل وو۔ ده ووئيل د پي ټي آئي يوازنې سياسي حكومت دے كو?? چې انتخابي عمل او نتيجې په بشپړه توګه سپېځلې جوړول غواړي، په انتخابي عمل كښې شته خامۍ لرې كو?? او دا لا سپېځلې او په انصاف آډانه جوړول د اوسني حكومت ترجيح ده دغسې چې د اولس باور زيات شي او دا جمهوري ټولنې لپاره مهم اقدام دے۔ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل توان لپاره د كابينه كمېټۍ د پ??ېكړو توثيق وكړې شو، ، وزيراعظم د هېواد په معيشت او پرمختګ كښئ د مركزي كردار له مخې د ارزانې برېښنا پېدا كو??و ، ګرځېنده قرض كښې كمې كو??و، پيداواري پلانټس زياتولو سره سره د برېښنا وزارت او په نورو اړوندو ادارو كښې په اصلاحاتو زور رواړو۔ ده ووئيل کابينې د اقتصادي رابطه کمېټۍ د مئي د 6مې د پ??ېكړو توثيق هم كړے۔ وفاقې وزير شبلي فراز ووئيل وزيراعظم د پومبې د امدادي بېعې تعين لپاره د اقداماتو امر كړے ځكه چې پومبه د هېواد په برآمدات كښې زيات اهميت لري ٬ دغسې د پومبې پېداوار او معيار زياتولو لپاره په اقداماتو هم زور رواړلې شو ۔ ده ووئيل كابينې د سټېټس آف وومن لپاره د نېشنل كمېشن د ممبرانو د نامو منظورۍ سره سره د شماريات ادارې او په نورو مختلف محکمو كښې د مهمو تعيناتو هم منظوري وركړه۔ کابينې په بېلو دورونو كښې د ادارو سربراهانو تعيناتۍ لپاره په اړوند قواعدو او ضابطو كښئ د بدلون پرېكړه هم وكړې او دا عمل به په يوه اوونۍ كښې بشپړولې شي ٬ دې مقصد لپاره د ډاکټر عشرت حسېن په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړې شوه كو??ه چې به په يوه اوونۍ كښې خپل سفارشات وړاندې كو??۔ د يوې پوښتنې په ??واب سېنېټر شبلي فراز ووئيل وزيراعظم به د کرونا او نورو چېنلجونو مخ نيوي لپاره د خپلو مصروفياتو باوجود د قامي اسمبلۍ غونډه كښې ګډون كو?? خو بلخوا غونډې لپاره ريکوزيشن جمع كو??نكو د نورو غړو صحت په خطر كښې اچولو سره پخپله د اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون نه دې كړے ۔ده ووئېل اولس د هغوي د دوه مخيزه فن نه ښه و??قف دے۔ ده ووئيل آئيني بدلون لپاره كه يو ګوند سره شمېره وي نو خامخا به و??ي ، دا د هر غړي حق دے چې ھغه بدلون تجويز كو??ې شي۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ حكومت د نتيجو پروا كو??و نه غېر د اوړو او چينو غوندې معاملو انكوائرۍ كړي۔ ده ووئيل حکومت ته دا مهال د كرونا غوندې لوي چېلنج رامخې ته دے ، د کرونا وباء خطره لا اوس هم ختم نه دے ، مونږ له يو بل بچ كو?? دي۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان د سوچ محور د هېواد بې وسه او د كمزوو طبقو ښېګړه ده ، هم په دې بنياد ئې په هېواد كښې د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام له مخې 95 اربه روپۍ تقسيم كړي۔ ده ووئيل په لاك ډاٶن كښې نرمي هم د دې سوچ عكاس ده، مونږ له د اولس د صحت حفاظت سره سره د دوي معاشي تحفظ هم باوري كو?? دي۔