اسلام آباد 05 مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز وئيلي دي ك??بی??ې ته وئيلې شوي لاك ډان كښې نرمي كولو په اړه د ټولو صوبو په مشاورت به (نن) د شورو په ورځ پريكړه كولې شي ، پبلك ټرانسپورټ سره سره به پاتې څانګې مرحلہ وار پرانستلې شي، ك??بی??ې د دې خبرې پخلے وكړو چې د هند د اړخه مقبوضه كشمیر كښې د 05 اګست جارحانه او يو اړخيزه اقدام نه پس د حكومت د اړخه د هند څخه د ټولو څيزونو په درآمد بنديز لګولې شوے خو د ژوند بچ كولو داروګان دې څخه مستشنیٰ ګرځولې شوي، وفاقی ك??بی??ې هيواد كښې د جوړو شوو هینډ سینی ټائزر او د وريژو برآمد كولو ، د وزیرِاعظم پاكستان كورونا ریلیف فنډ په اړه د حكومت پاكستان، اخوت پاكستان او اخوت یو اېس اے ترمينځه د مفاهمت یاداښت او اقليتونو لپاره د قامی كمیشن تشكیل نو باضابطه منظوری وركړې ده ، پیپلزپارټی او مسلم لیګ (ن) سیاسی ګټې لپاره بیان بازی كوي، اوسني صورتحال كښې با??د اپوزیشن د همغږۍ څرګندونه وكړي، ما د كورونا ټیسټ كړ?? كوم چې نیګیټو راغل??۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وزیرِ اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقی ك??بی??ې غوندې نه پس ميډيا ته بریفنګ كښې وكړه۔ ده ووئيل وزیرِ اعظم عمران خان د انفارمیشن ټیكنالوجی وفاقي وزير امین الحق ته په ك??بی??ه كښې هركلې وئيلې۔ وزیراعظم عمران خان په غونډه كښې د ټولو وزيرانو تجاویز واوريدل، وزیراعظم د ټولو په مشاورت سره پريكړې كوي۔ دغسېك??بی??ې په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه چې وفاقی وزيران ، وزراﺀ مملكت، صلاحكاران او خاص مرستيالان به د يوې مياشتې تنخا په كوویډ ریلیف فنډ كښې عطیه كوي۔ده ووئيل د غونډې په پيل وزیرِ اعظم انتخابی اصلاحات په اړه د پیشرفت جاج واخست۔ غونډې ته ووئيل شول اصلاحات لپاره د جوړې كميټۍ د اړخه سفارشات د قانون وزارتِ ته ليږلې شوي ۔ وزیرِ اعظم ووئيل پاكستان تحریك انصاف انتخابی عمل په بشپړه ډول بې پرې او سپيځلې كولو با??دې با??ر لري او په كوم نظام او عمل چې د اولس با??ر وي۔ ده ووئيل انتخابی عمل كښې اصلاحات د پی ټی آئی د ایجنډې مهمه برخه ده لهذا دې ته حكومت خاص پام لرنه كوي۔ د وزیرِ اعظم سپارښتنې تر مخه ك??بی??ه ډویژن د اړخه تير حكومت كښې د ك??بی??ې د منظورۍ نه غير خلاف ضابطه كوونكې اعلیٰ تعیناتۍ تفصیلات ك??بی??ې ته وړاندې كړ?? شوي۔ ك??بی??ې ته ووئيل شول مختلف ډویژنز د اړخه تر اوسه ترلاسه شوو معلوماتو له مخې 7 ډویژنو كښې 76 تعیناتۍ د ضابطې خلاف شوي۔ د ك??بی??ې په سپارښتنه په دې اړه د ټولو وزارتونو څخه معلومات ترلاسه كولو نه پس به د ك??بی??ې غونډې ته وړاندې كولې شي۔ د كابېنې غونډې په اړه سېنېټر شبلې فراز ووئېل ك??بی??ې ته د كریمینل جسټس سسټم كښې روان اصلاحات په پیش رفت هم تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ وزیر اعظم سپارښتنه وكړه چې د كریمینل جسټس سسټم ټول اړخونه او اصلاحاتی عمل په ترجیحاتی بنیاد بشپړ كړئ۔ ده ووئيل د قانون عمل داری با??ري كولو ته اړټيا ده دغسې چې د انصاف نظام نه ټولې خرابۍ لرې كړ?? شي۔ وزیر اعظم د قانون وزیرِ ته سپارښتنه كړ?? چې دا عمل په 6 مياشتو كښې بشپړ كړئ۔ده ووئېل تھاڼې په ماډل پولیس اسټیشنز بدلولو او ټیكنالوجی معارفي كولو په اړه د پیشرفت څخه هم غونډه خبر كړ?? شوه۔ ده ووئيل ك??بی??ه بهر هيوادونو كښې د ميشته پاكستانيانو لپاره د سهولت كارۍ په حقله د ك??بی??ې په پريكړو د عمل درآمد پیشرفت څخه هم خبر كړ?? شوه۔ غونډې ته د ك??بی??ې د اړخه تر اوسه د شوو پريكړو عمل درآمد تفصیلی راپور وړاندې كړ?? شو۔ تر اوسه د ك??بی??ې په 81 غونډو كښې 1630 پريكړې شوي چې پكښې په 1396 (86فیصده) عمل درآمد شوے دغسې په 114 (7فیصده) عمل درآمد شو??۔ د ك??بی??ې سپارښتنې له مخې د هند څخه د درآمد كیدونكو داروګانو تفصیلات ك??بی??ې ته وړاندې كړ?? شول۔ ك??بی??ې د دې خبرې پخلې وكړو چې د هند سركار د اړخه مقبوضه كشمیر كښې د 05 اګست جارحانه او يو اړخيزه اقدام نه پس حكومت هند څخه د ټولو څيزونو په درآمد بنديز لګولے خو د ژوند بچ كوونكې داروګان د بنديز څخه مستشنیٰ ګرځولې شوي۔ دغسې ك??بی??ې په فوډ او نان فوډ آئیټمز مشتمل 61 څيزونو كمپلسری سرټیفیكیشن مارك سكیم كښې د شاملولو په تجويز د غور كولو سپارښتنه وكړه چې په دې لړ كښې د تجارت وزارت او اسټیك هولډرز سره به مشاورت كولې شي۔ سېنېټر شبلې فراز ووئېل ك??بی??ې د پاكستان آډټ اینډ اكاؤنټس سروس ګریډ بیس افسر نوید اصغر چوهدری ممبر فنانس واپډا د لګولو منظوری هم وركړه۔ د اطلاعات او خپرونو وزير ووئيل ك??بی??ې د اقليتونو لپاره د قامی كمیشن تشكیل نو باضابطه منظوری وركړې۔ ك??بی??ې كورونا وائرس په تناظر كښې اولس له ریلیف وركولو په اړه د وزیرِاعظم پاكستان د كورونا ریلیف فنډ په اړه د حكومت پاكستان، اخوت پاكستان او اخوت یو اېس اے ترمينځه د مفاهمت یاداښت منظوری هم وركړې۔ د دې مفاهمتی یاداښت په سوب به اخوت بهر هيوادونو كښې ميشته پاكستانیانو څخه وزیرِ اعظم كورونا ریلیف فنډ په اړه عطیات راجمع كولې شي۔ په غونډه كښې د ك??بی??ه كمیټۍ د 30اپریل 2020 په غونډه كښې د شوو پريكړو توثیق وكړو۔ده ووئېل دغسې ك??بی??ې هيواد كښې د جوړو شوو هینډ سینی ټائزر برآمد منظوری هم وركړې او دا منظوری به هغه برآمدكندګان له وركولې شي كوم چې د هینډ سینی ټائزر زيات مقدار كښې لري۔ ك??بی??ې هيواد كښې د وريژو مقدار او طلب جاج اخستو سره پريكړه وكړه چې هيواد كښې وريژي په زيات مقدار موجود دي لهذا ك??بی??ې د وريژو برآمد كولو اجازه وركړه۔ د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر كورونا وائرس صورتحال په اړه ك??بی??ې ته بریفنګ وركړو۔ ك??بی??ې ته ووئيل شول الحمد للہ پاكستان كښې د كورونا صورتحال د نورو هيوادونو په مقابل كښې ښه دے۔ ك??بی??ې ته ووئيل شول لاك ډاؤن كښې د نرمي كولو په اړه تجاویز له د صوبو سره مشاورت روان دے۔ (نن) د شورو په ورځ به د كورونا په اړه غونډه كيږي چې پكښې به ټول اعلیٰ وزيران ګډون كوي۔ د سماجی تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانیه نشتر ك??بی??ه د مستحقو كسانو معاونت په اړه د پیشرفت څخه خبر كړه۔ ك??بی??ې ته ووئيل شول په تېر دور كښې د ډیټا بیس 40 لكهه كسانو سره سره په اوسني دور كښې د 80 لكهه كورنيو اضافه شوې كومو ته چې د احساس پروګرام ترمخه مالی معاونت وركړې كيږي۔ دې ووئيل د هيواد د د تاريخ تر ټولو لوئې پروګرام احساس ایمرجنسی كیش پروګرام دے كوم چې په بشپړه ډول د ميرټ په بنياد چلولې شي۔ وزیرِ اعظم د ك??بی??ې غونډې ته ووئيل كورونا په اړه حفاظتی اقدامات كښې به هيڅ ډول بې غوري نه كېږي ۔ ده ووئيل د حكومت د اړخه چې د كومو كاروباری هلو ځلو اجازه وركړې شوي په هغې كښې دې په حفاظتی اقدامات عمل درآمد با??ري كړ?? شي۔ ده د ك??بی??ې غړو ته سپارښتنه وكړه چې په اېس او پیز عمل كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ وفاقې وزير سېنېټر شبلی فراز د ميډيا د پوښتنو ځواب وركولو كښې ووئيل پیپلزپارټی او مسلم لیګ (ن) اوسني صورتحال كښې سیاسی ګټې لپاره بیان بازی كوي۔ شهباز شریف نیب رابللې دے كومه چې يوه قانوني ادارہ ده ، د مریم اورنګزیب بیان څخه دا تاثر راپیدا شوے چې هغوي د قانون څخه با??اتر دي او قانون ته وړاندې كيدو سره هغوي دا خپله بې عزتی ګڼي۔ده ووئېل هغوي د جمهوریت دعویدار دي حالانكه د هغوي سوچ د بادشاهت عكاسي كوي۔ سنېتېر شبلی فراز ووئيل پیپلز پارټۍ په ټول هيواد كښې حكومت ؤ او اوس په سندھ كښې محدود شوې كه دغسې صورتحال ؤ نو دا به تر لاړكانه محدود شي۔ ده ووئيل وزیراعظم غواړي چې پبلك ټرانسپورټ سره سره پاتې څانګې هم مرحله وار پرانستلې شي دغسې چې بی روزګارو او غریبانو ته د ديهاړۍ موقع په لاس ورشي۔ دا يواځنې جنګ دے كوم چې مونږ په كورونو كښې په ناسته ګټلې شو۔ وفاقی وزیر شبلی فراز ووئيل مونږ له به په احتیاط او قواعد او ضوابط سختۍ سره عملدرآمد با??ري كول وي ، احتیاط نه كولو په صورت كښې دا رنځ بيا هم خپريدې شي كوم به چې يو خطرناك صورتحال وي۔ میډیا دې په دې اړه د خبرتيا پيدا كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل ما د كرونا ټیسټ كړ?? كوم چې نیګیټو راغلے دے۔