اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي خپل پلاوي سره تهران ته ورسېدو، خارجه وزير به اېراني مشرانو سره ملاقاتونه كوي. د مهر آباد په هوائي اډه د اېران د خارجه وزارت ډائرېكټر جنرل سيد رسول موسوي، په تهران كښې د پاكستاني سفارت ناظ?? الامور سيد فواد شېر ??و د سفارت نورو چارواكو د خارجه وزير تود هركلې وكړو. خارجه وزير به په تهران كښې اېراني مشرانو سره ملاقاتونه كوي چې پكښې به هغه ?? اېران او امريكې د تاٶ تريخوالي او په مېنځني ختيځ كښې د امن او امان صورتحال په اړه د پاكستان ??ري?? وړاندې كوي. د منطقې كړكېچن صورتحال په تنا??ر كښې د خارجه وزير د اېران دورې ته ډېر اهميت وركولې شي.