اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم د هوچي سن پورټ هولډنګز كمپنۍ د اړخه د 240 ملين ډالر غېر ملكي سرمايه كارۍ هركلے كړې۔ وزيراعظم عمران خان سره د هانګ كانګ د هوچي سن پورټ هولډنګز منېجنګ ډائرېكټر ارك لپ په مشرۍ كښ?? پلاوي د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښ?? پلاوي وزيراعظم د 240 ملين ډالر سرمايه كارۍ څخه خبر كړو۔ په دې مهال وفاقي وزير سيد علي حېدر زيدي٬د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬خاص مرستيال ذوالفقار بخاري٬د بهرنۍ سرمايه كارۍ سفير علي جهانګير صديقي او نور چارواكي هم موجود وو۔د هوچي سن پورټ هولډنګز پلاوي كښ?? منېجنګ ډائرېكټر٬بزنس ډائرېكټر او د پاكستان منېجمنټ ډله شامل وه۔ منېجنګ ډائرېكټر ارك لپ وزيراعظم عمران خان د هوچي سن پورټ هولډنګ د اړخه په پاكستان كښ?? د 240 ملين سرمايه كارۍ په حقله ووئيل چې ورسره به د كراچۍ په پورټ نوي كنټينر ټرمينل استعداد زيات شي او د كمپنۍ د اړخه به په پاكستان كښ?? سرمايه كاري هم زياته شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شو چې دې سرمايه كارۍ سره به د كمپنۍ د ملازمينو شمېره كښ?? 3 زره زياتوالې وشي۔ وزيراعظم د هوچي سن پورټ هولډنګز پرمختګ او د پاكستان د اقتصادي پرمختګ په حقله د ډلې د مهم كردار او عزم په اړه هم خبر كړې شو۔هوچي سن پورټ هولډنګز د نړۍ تر ټولو لويې پورټ كمپني د?? كومه چې 30 زره څخه زيات ملازمان لري او دا كمپني په 27 هېوادونو كښ?? 52 بندرځايونو او ټرمينلز كښ?? كار كوي۔د كمپنۍ هېډكوارټر په هانګ كانګ كښ?? دې۔ وزيراعظم عمران خان د كمپنۍ د اړخه په پاكستان كښ?? د سرمايه كارۍ هركلے وكړو۔ وزيراعظم د دې عزم پخلې وكړو چې حكومت به د سرمايه كارۍ په لړ كښ?? هر ډول آسانۍ وركوي