اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) د برتانيې نوموړې اوونيزې مجلې دي اکانومسټ وئيلي دي د هند عدالتونه د مقبوضه جمو و کشمیر د خاص حېثت خاتمې په اړه د حكومتي تحريك د چېلنج كېدو د پتیشن په اورېدو كښې بيړه نه كوي چرته چې 80 لكه كسان د تېرو دوو مياشتو نه كرفيو سره مخ دي۔ د جمعې په ورځ دی اکانومسټ په آرټيكل كښې وئيلي شوي د مسلمانانو د اكثريت رياست د 5 لكه نه زياتو هندي عسكرو په تسلط كښې دے٬ د ترهګرۍ په ضد تور قانون ته پراختيا وركولو لپ??ره حكومت د سلګونو په شمېر كسان نيولي په چا چې هېڅ جرم نشته ??لكې دا اقدام د احتجاج لاره نيولو لپ??ره پورته كړې شوې ۔ په آرټیکل كښې د هندي عدليې ل??وا د جمو و کشمیر په اړه د كېس په سماعت كښې د تاخير په اړه ليك دي چې سپريم كورټ په دې لړ كښې د بيړې څه بيړې كولو اراده نه لري۔ آرټیکل كښې وئيلي شوي هندي سپريم كورټ په اګست كښې د دې پېټيشنز سماعت كړې ٶ چې پكښې د مودي اقدامات چېلنج كړې شوې وو او دې لپ??ره حكومت ته ځواب وركولو لپ??ره د يو مياشت وخت وركړې شوې ٶ او چې كله د اكتوبر په وړومبۍ نېټه د دې معاملې عدالت كښې د بيا سماعت وخت راغلو نو د حكومتي وكيلانو ل??وا په ځواب نه جمع كولو ھغوي هېڅ پښپېمانه نه وو او د دې باوجود هم ججانو نور وخت وركړو٬ دغسې د سپريم كورټ د يو بل بېنج سماعت هم په دې ورځ ځنډولې شوې او دا په يو كېس كښې په اووم ځل شوي٬ د دې نه علاوه ?? جمو و کشمیر په هائي كورټ كښې د 17 ججانو په چوكو كښې 8 خالي پرتې دي۔(ګ ل