اسلام آباد 08ستمبر (اے پي پي) د پاكستان او افغانستان تجارانو 24 ساعته د تورخم پولې پرانستلو د پاكستاني اقدام ستائنه كړې۔ 24 ساعته د تورخم پولې پرانستلو سره به د ګاونډي هېو??دو??و ت??مېنځه تجارت زيات شي۔ د پاكستان افغانستان د جوائنټ چېمبر پخواني سنيئر نائب صدر ضياالحق سرحدي وئيلي دي چې د پاكستاني حكومت دا اقدام د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل چې د تېرو څو كلونو په م??ال د پاكستان او افغانستان تجارت كم شوے دے خو اوس به د تورخم پولې پرانستلو سره په دې كښې ځانګړې اضافه وشي۔ ده د دواړو هېو??دو??و حكومتونو ته ووئيل چې د تجارانو مسئلې حل كړي۔ نامتو افغان تجار احمد شاه ووئيل چې د پولې پرانستلو پرېكړه خوشبينه ده او افغان تجاران دې پرېكړې ته احترام لري۔ د د دې پرېكړې په نتيجه كښې به نه يوازې د تجارانو د ستونزو په حل كښې مرسته وشي بلكې د پاكستان او افغانستان دوه اړخيزه تجارت به هم زيات شي۔