اسلام آباد11 ستمبر(اے پي پي) اولس ??شر ډاكټر عارف علوي سره د پاكستان آډيټر جنرل جاوېد جهانګير د شورو په ورځ ايوان صدر كښې ليدلې دي او د مالي كال 18-2017 كلن آډټ راپور ئې اولس ??شر ته وړاندې كړی۔مالي كال 18-2017 په مهال 13652.145 ارب روپۍ آډټ شوې ۔آډيټر جنرل آف پاكستان ته د اډټ آئيني اهميت رامخې ته كولو سره اولس ??شر وئيلي دي ښه حكمراني با??ري كولو لپاره سپيځلتيا د كوم هم حكومت اول پام لرنه پكار ده۔ده په دې خبره زور راوړو چې آډټ عمل كښې جديد ټېكنالوجي ك??رو?? پكار ده دغسې چې سپيځلتيا با??ري كړی شي او د كار استعداد لا زيات كړی شي۔آډيټر جنرل آف پاكستان اولس ??شر ته د كلن راپور په حقله ووئېل په اداره كښې مستعدي او نظم او ضبط با??ري كولو لپاره هر ډول هڅه كوو دغسې چې پاكستان د بدعنوانۍ لعنت څخه پاك كړی شي٬ ده ووئېل د ډيجيټلائزېشن عمل هم روان دے