اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت خاص مرستيال عبدالرزاق داٶد سره د ځوانانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال محمد عثمان ډار ليدلي دي ۔ د نهې په ورځ په ترسره شوي ملاقات كښې د ينګ انټرپرېنيور شپ ??يك?? په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې عثمان ډار ووئيل د دې ??يك?? له مخې به ځوانانو ته كاروبار لپاره قرض وركولې شي او په دې لړ كښې د كوچنو او د مېنځنۍ درجې صنعتونو لپاره د ص??عت او پېداوار وزارت ادارې سميډا مرسته ډېره مهمه ده ۔ ده و??ئيل سميډا به د هېواد ټول ينګ انټرپرېنيورز ته هر ډول ممكنه آسانۍ وركوي چې ورسره به ځوانانو ته په كاروبار كښئ آسانۍ ترلاسه شي۔ د تجارت سلاحك??ر عبدالرزاق داٶد ووئيل ينګ انټرپرېنيورشپ سكيم يو احسن اقدام دے او دې سره به د هېواد ځوانانو ته ګټه ورسي۔ ده و??ئيل د ص??عت او پېداوار وزارت او سميډا به د دې سكيم بشپړه مرسته كوي۔ ده و??ئيل د هېواد په معاشي پرمختګ كښې د ځوانانو كردار مهم دے