ملتان ۔04مئی(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود حسېن قرېشي ??ئي??ي دي چې د مسعود اظهر په معامله كښې هند ته ماتې شوې او اوس پخپله د بي جے پي حكومت فشار سره مخ دې۔ ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې ده و??ئي?? د بی جے پی او کانګرېس ترمينځھ معامله روانه ده۔ اوس بي جے پي څخه پوښتنه كېږي چې حكومت په پلوامه څه ترلاسه كړل۔ نه خو حكومت په دې معامله خپل كېس په صحيح توګه رامخې ته كړې شو او نه ئې په پلوامه پېښه كښې د مسعود اظهر ككړ كېدل ثابت كړې شو۔ هند چې كوم دام مونږ ته غزولې وو خپله په كښې ښكار شو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده و??ئي?? د چين لخوا پاكستان كښې د پوځي اډو جوړېدو پروپېګنډا هېڅ حقيقت نه لري۔ دا پروپېګنډا دښمن كوي۔ چین زمونږ ملګرې دې او د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې بشپړه كردار ترسره كوي۔ د شهباز شريف په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده و??ئي?? د ن لیګ مشرتابه دې په دې اړه د رامخې ته كېدونكو پوښتنو ځواب وكړي۔ پخپله د ګوند زياتره غړي دې بدلون څخه ناخبره وو۔ د نون ليګ د غړو وېنا ده چې زمونږ ګوند كښې د څلورو كسانو ډله ده كومه چې پرېكړې كوي۔ د شهباز شريف لخوا د پې??ك اكاؤنټس كمېټۍ د چيئرمېن منصب پرېښودو چې كوم جواز وړاندې كولې شي هغه هم منطقي نه دې۔ شاہ محمود قریشی زياته كړه چې حكومت د احساس په نامه يو پروګرام پې?? كړې دې دغسې چې د بې وزلۍ لكير څخه د لاندې ژوند كوؤنكو مرسته وكړې شي۔ ده و??ئي?? دا ننۍ ستونزې د 8 مياشتو په مهال نه دي رامې ته شوې بلكې دا د تېرو 10 كلونو د نااهلۍ تسلسل دې۔ د س??ئي??ي پنجاب صوبې په اړه ده و??ئي?? د پنجاب اعلی وزير اسلام آباد كښې د پي ??ي آئي غړو سره په دې معامله ملاقات كړې دې۔ ما دوئي ته خواست كړې چې هره مياشت د?? دوئي راځي او د اسمبلۍ غړي دې پېشرفت څخه خبروي۔ ده و??ئي?? مونږ د مئي په 8 مه نېټه د دوئي يو بل نشست اېښودلې دې په كوم كښې به چې د اسلام آباد د قومي اسمبلۍ ټول غړي اعلی وزير عثمان بزدار سره ملاقات كوي او ده ته به د نوې بلدياتي قانون په اړه بريفنګ وركوي۔ شاہ محمود قرېشی و??ئي?? د غنمو اخستل پې?? شوي دي او په دې لړ كښې چې كروندګر كومې ستونزې سره مخ وي هغه به لرې كولې شي