اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان امر كړې چې د روژې په مياشت كښې د خوراك څښاك څيزونو وركړه دې نه يوازې باوري كړ?? شي بلكې د ضرورت ټول څيزونه دې په مقرره بېعه اولس ته ترلاسه وي٬ انتظامي چارواكي دې په فيلډ كښې خپله موجودګي باوري كړي او د منافع خورو او ذخيزه كوٶنكو په ضد دې په سمدستي توګه اېكشن واخلي ٬ د برېښنا٬ ګاز او اوبو مانيټرنګ لپاره دې په صوبائي كچه كنټرول روم جوړ كړ?? شي ٬ دغسې چې د فيلډ چارواكو لخوا هره ورځ د رالېږلې شوې راپورونو جاج واخست?? شي او د روژې په مياشت كښې انتظامي كنټرول لا موثره كړ?? شي۔ وزیراعظم دا احكامات د جمعې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې د رمضان پېكېج كال 2019 په لړ كښې د لوړې كچې غونډې په مهال وركړي۔ په دې موقع د تجارت صلاحكار عبدالزراق داؤد، د خزانې صلاحكار ډاکټر عبدالحفیظ شېخ، د پنجاب وزیراعلیٰ سردار عثمان بزدار، د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمود خان، د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكتر فردوس عاشق اعوان، خاص صلاحكار یوسف بېګ مرزا، وياند ندیم افضل چن، صوبائي وزيران مخدوم هاشم جوان بخت، میاں عاصم اقبال، تېمور سلیم جھګړا، وفاقي او صوبائي سېكتران ٬ چيف سېكتران او نور لوړ پوري هم په دې موقع موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل حكومت د اول?? د ??تونزو نه ښه خبر دے او حكومت هره ممكنه هڅه كوي چې اولس ته ټولې ممكنه آسانۍ وركړ?? شي۔ ده ووئيل د روژې په مياشت كښې د خوراك څښاك څيزونه په ټاكلې بيعه وركول باوري كولو لپاره دې انتظاميه په ضلعي ماركيټونو كښې فعاله كردار ٬ د وفاق او صوبائي حكومتونو ترمېنځه رابطې او د صورتحال پرله پسې مانيټرنګ ډېر اهميت لري۔ وزیرِاعظم واضح امر وكړو چې د منافع خورو او د ذخيره كوٶنكو په اړه ګيلې به اونه زغمل?? شي او انتظاميه دې د دغه عناصرو په ضد په سمدستي توګه كاروائي باوري كړي ۔ وزیرِاعظم ووئيل د روژې مياشت له مخې اړوندو وزارتونو ته امر شوې چې د پېشمني او روژه ماتي په وختونو كښې د برېښنا ٬ ګاز او اوبو ترلاسه وركړه باوري كړې او د امن او امان په صورتحال هم نظر وساتئ۔ په دې موقع صوبائي وزيرانو او اړوند سېكترانو وزيراعظم د روژې په مهال د خوراك څښاك څيزونه د ټاكلې بيعې له مخې وركولو ٬ د منافع خورو او ذخيره كوٶنكو حوصله شكنۍ په اړه په صوبائي كچه د پورته كړو ګامونو نه خبر كړو۔ د پنجاب چيف سېكتر وزیراعظم ته ووئيل شول سږ كال پنجاب كښې د دريو سوو نه زيات رمضان بازارونه جوړ كړې شوي چرته چې به د خوراك څښاك لس ضروري څيزونه په سبسډي وركول?? شي او د نور 12 څيزونه به د تهوك په بيعه وركول?? شي٬ په لسو څيزونو كښې اوړه٬ چيني ٬ ټماټر ٬پياز ٬ لېمبو ٬ ورېژي ٬ د چڼو دال٬ بېسن او غوړي شامل دي۔ وزیراعظم ته ووئيل شول په رمضان بازارونو كښې به چيني په 55 روپۍ كلو او لس كلو اوړو به په 290 روپۍ وركول?? شي او دغسې د غوړو او د ضرورت نور څيزونه په ارزانه بېعه وركولو لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كول?? شي۔ د خېبر پښتونخوا چیف سېکتر د روژې په مياشت كښې د صوبائي انتظاميې لخوا د پورته كړو اقداماتو نه وزيراعظم خبر كړو۔ په دې موقع وزيراعظم امر وكړو چې رمضان بازارونو كښې د وركړې كېدونكو څيزونو معيار باوري كولو ته دې هم خاص پاملرنه وكړ?? شي