اسلام آباد ۔ 01 مارچ (اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئ??لي دي د پاكستان او نورو غړو هېوادونو باور ترلاسه كولو نه غېر د سشما سوراج او آئي سي غونډې ته بلل د افسوس وړ دي۔ پاكستان په نړۍ كښې د ځانله كولو هڅو كښې بوخت مودي سركار چې په نړيوال ګډر د كومې ماتې سره مخ شوې د دغې سبب د هند بې بنسټه ډنډورې دي۔ د وزیراعظم عمر??ن خان لخوا د هندي پائيلوټ د خوش?? كولو حكم منطقه كښې د امن په ځائ?? كولو پلو يو لوئې ګام دے۔ پاكستان د خېر سګالۍ جذبې څرګندونه كولو سره ثابت كړې چې پاكستان منطقه كښې امن غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل اګر چې هند د پاكستان د پولو خلاف ورزي كړې ولې د پاكستان تدبر لرونكې مشرتابه معامله اوږده نه كړه او د زيركتيا څرګندونه ئې وكړه۔ د وزیراعظم عمر??ن خان لخوا د خېر سګالۍ جذبې ترمخه د هندي پائيلوټ د خوش?? كولو حكم به منطقه كښې د امن په ځائ?? كولو پلو يو ګام وي۔ وفاقي وزير د هندي پائيلوټ د خوش?? كولو امر د پاكستان اخلاقي فتح ګرځولو سره ووئيل د وزيراعظم عمر??ن خان دې پرېكړې ته په ټوله نړۍ كښې د قدر په نظر كتلې شي او نړيوالې ميډيا د پاكستان وزيراعظم ل?? د امن سفير خطاب وركړې۔ بلخوا هندي حلقې د دې ګام په غېر متوقع ولې مثبت ګرځولو مجبور شوي ۔ غلام سرور خان ووئيل د پاكستاني مشرتابه غوره حكمت عملۍ په سبب جنګي محاذ سره سره په سفارتي محاذ هم پاكستان تاريخي كامي??بي ترلاسه كړې۔ ده ووئېل پاكستان په فعاله ډول خپل موقف نړۍ ته وړاندې كړو او د كشمير مسئله ئې رامخې ته كړه چې لامله ئې د كشمير د پخوانۍ مسئلې د سولييز حل لاره هوارېدل په نظر راتلل پېل شوي ۔