اسلام آباد 30 جنوري(اے پي پي) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي وفاقي حکومت د ټېكسټائيل صنعت بحالۍ لپاره به هر ډول ممكنه معاونت كوي٬ د هېواد معيشت بهترۍ او اس??حك??م لپاره د دولت پېداوار ??و د ملازمت موقعو پېدا كولو لپاره سكل ډوېلپمنټ ته خاص پاملرنه كول غواړي ۔ وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ د ټېكسټائل سېكټر پحقله د اېشوز په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د تجارت سلاحكار ??بدالرزاق داؤد، د ټېكسټائل سېكتر افتخار ??ابر او نورو ګډون وكړو۔ د ټېكسټائيل ډويژن سېكتر لخوا وزيراعظم ته د ټېكسټائ??ل سېكټر په خاص توګه د لاهور ګارمنټس سټي ٬ كراچي ګارمنټس ستي ٬ پاكستان ټېكسټائ??ل سټي لمېټډ وغېره پحقله په بېلا بېلو مسئلو بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم ته د ټېكسټائل سېكتر لخوا په راتلوونكو پنځو كالو كښې يو لك 20 زره كسانو ته د هنر زده كړې د پروګرام په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔ وزیراعظم عمران خان امر وكړٶ چې ځوانان بايد د مقامي او بهرنو ??ېوادونو د ماركيټ ضرورتونو تر مخه هنر منده جوړولو ته خاص پام لرنه وكړي