د حكومت د اقتصادي او توان چارو وياند ډاكټر فرخ سليم نجي چېنل سره خبرې
اسلام آباد ۔20 اکتوبر(اے پی پی) د حكومت د اقتصادي او توان چارو وياند ډاكټر فرخ سليم وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب??تا?? دوره په سم لوري يو مثبت ګام دے۔ دا دوره به د قامي مفادو او اقتصادي څانګو په ګټه وي۔ يو نجي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل و??يراعظم به د سعودي عرب??تا?? باچا شاه سلمان په خاص بلنه د روانې مياشتې به 23 مه نېټه رياض ته ځي چرته به چې هغه د سباؤن سرمايه كارۍ سره اړوند درې ورځنې كنفرنس كښې ګډون كوي۔ ده ووئيل آئي اېم ا??ف ته تلو نه غوره دا ده چې د ملګرو هېوادونو مرستې ترلاسه كولو آپشن وكارولې شي۔ ډاكټر فرخ سلیم ووئيل په موجوده معاشي ستونزه كښې پاك??تا?? د خپلو مخلص او ريښتنې ملګرو مرستې ته اړتيا لري۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب??تا?? دوره به د هېواد مفادو لپاره ډېره ګټوره وي او په دې بايد څوك ټكونه ونكړي ولې چې پاك??تا?? خپلو ګاونډي هېوادونو سره سولييزې اړيكې غواړي۔ او دا اړيكې بايد د برابرۍ په كچه وي۔ ده ووئيل د پاك??تا?? تحريك انصاف حكومت آئي اېم ا??ف ته تلو څخه د ډډې كولو ټولې ممكنه هڅې كوي او دې ته د تلو په ځائې سعودي عرب??تا?? ٬ چين او نورو خليجي هېوادونو پلو روان دے دغسې چې د غېر ملكي زرمبادله پنګې مستحكم شي۔ ده ووئيل پاك??تا?? په اسلامي نړۍ كښې يو خاص مقام لري او دا خبره د خوشحالۍ ده چې سعودي عرب??تا?? به د موجوده حكومت په دې دور كښې خپلو اړيكو ته نوره هم وده وركړي۔