اسلام آباد ۔ 15 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ د رياستي او سرحدي چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور تاج محمد آفريدي وئيلي دي د هېواد په اع??ی تعليمي ادارو او پوهنتونونو كښې د فاټا طالبعلمانو له بېله كړې كوټه كښې د زياتوالي سره په اړوندو احكاماتو دې عملدرآمد باوري كړې شي او ټولو پوهنتونونو كښې دې د فاټا طالبعلمانو ته د زده ??ړو ترلاسه كولو لپاره موقعې وركړې شي۔ د ګل په ورځ پارلېمنټ ??اؤس كښې د كمېټۍ غونډې مشري كولو په مهال سناتور تاج آفريدي ووئيل د فاټا زده كوؤنكي د چا نه كم نه دي ولې ضرورت د دې خبرې دے چې دوئي ته مناسب موقعې وركړې شي۔ غونډه كښې خپلو خبرو كښې سناتور ثمينه سعيد ووئيل په ځائي پوهنتونونو كښې د زده ??ړو موقعو سره سره دې دفاټا طالبعلمان د سكالرشپس د لارې لوړو زده ??ړو له بهر هېوادونو ته ولېږلې شي او د لوړو زده ??ړو كمېشن دې په دې لړ كښې ګامونه پورته كړي۔ غونډه كښې د فاټا انضمام نه وروستو په صورتحال بحث هم غور وكړې شو۔