اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې پاکستان تحریك انصاف د عدالتونو بشپړ ??حت??ام كوي، پاکستان كښ?? عدالتونه خپلواكه دي٬ د وړاندې پرېكړې غوندې د دې پرېكړې ??حت??ام واجب ګڼو۔ د تحريك انصاف ميډيا سېل له مخې د اطلاعاتو وزير چوهدري فواد حسېن خپل بيان كښ?? وئيلي دي چي نېب يوه خپلواكه او خود مختاره اداره ده ٬ نېب خپلې هلې ځلې خپله كوي٬ حكومت پكښې هېڅ كردار نه لري۔ وفاقي وزير ووئيل چې حكومت او اولس كرپشن كښ?? د ككړو كسانو په ضد كاروائي كول غواړي ٬ قام غواړي چې لوټ كړې شوې دولت بايد بېرته رواړلې شي ٬ حكومت به دا بنيادي هدف ترلاسه كول باوري كوي۔ ده ووئيل د شريف كورنۍ كردار په اړه د قام په نظر كښ?? هېڅ ابهام پاتې نه دے ٬ شريف كورنۍ اوس هم ثابت نه كړې شوه چې د ھغو?? ملكيت كښ?? د اربونو روپۍ د كوم ځائ نه راغلې٬ په پروسيجرل بنيادونو نننۍ پرېكړه رامخې ته شوې٬ معامله به مخ په وړاندې ځي او قانون به خامخه خپ??ه لاره وباسي