اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجر??ني د آرمډ فورسز انسټي ټيوټ آف كاډيالوجي لپاره لس لكه روپۍ عطيه كړې دي ۔د سېنېټ چيئرمېن دا چېك د ا?? اېف آئي سي كمانډنټ ميجر جنرال سهيل عزيز ته وسپارلو۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې محمد صادق سنجراني و??ئيل د صحت په څانګه كښې د ا?? اېف آئي سي خذمات د ستائنې وړ دي كوم څخه چې نه يوازې د دفاعي ادارو ملازمين بلكې عام وګړي هم استفاده كوي۔ده ووئيل اے اېف آئي سي د هېواد يوه ښه اثاثه ده بايد شتمن د دې ادارې خذمات لا زياتولو له بشپړه مرسته وكړي۔ده ووئيل دا اداره د صحت د څانګې په توګه د سركاري روغتونونو لپاره د يو رول ماډل حېثيت لري۔د دې ادارې پھ طرز د صحت په څانګه كښې د نورو سركاري ادارو فعالولو ته اړتيا ده