اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك ا??صاف لارښود شهريار خان آفريدي وئيلي دي چې د اولس د ستونزو حل به د پي ټي آئي د حكومت وړومبې ترجيح وي٬ د كوم فرق نه بغېر احتساب به باوري كولې شي٬ پي ټي آئي په خېبر پښتونخوا كښې د كاركردګې په بنياد اكثريت ترلاسه كړے۔ يو شخصي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې ډېر زر به اولس واضح بدلون وويني۔ ده ووئيل چې زمونږ ګوند به په هېواد كښ?? پرمختګ او خوشحالې لپاره ادارې قوي كړي۔ د هېواد پرمختګ لپاره د قانون حكمراني ډېره ضر??ري ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په هېواد كښې د جمهوريت او ادارو استحكام لپاره به پي ټي آئي ټولو اړوند ډلو سره په ګډه كار كوي۔