دوشنبې 18 جو?? (اے پي پي) د اولس مشر م??نو?? حسېن د ګل په ورځ په څلور ورځنې سركاري دوره د تاجكستان پايه تخت دوشنبې ته په رسېدو تود هركلې وكړے شو چرته به چې هغه د اوبو په موضوع د لوړې كچې په كنفرنس كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي٬ دا كنفرنس د جو?? د 20 نېټې نه د جو?? تر 21مه نېټه د تاجكستان په پايه تخت دوشنبې كښې كېږي۔ د تاجكستان نائب وزيراعظم ذاكر زاده محمد طاهر د دوشنبې ??ه هوائي ا ډه د اولس مشر م??نو?? حسېن تود هركلې وكړو۔ په دې موقع په تاجكستان كښې د پاكستان سفير٬ په پاكستان كښې د تاجكستان سفير او د سفارت اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ يوې ماشومې په روايتي انداز كښې اولس مشر ته ګلدسته وړاندې كړه۔ د دې نه پس د تاجكستان نائب وزيراعظم ??ه هوائي اډه اولس مشر سره مختصر ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ اولس مشر م??نو?? حسېن به د څلور ورځنې سركاري دورې په مهال د تاجكستان اولس مشر امام علي ر??ما??وف سره د دوه اړخيزه مذاكراتو نه علاوه د اوبو په اړه كنفرنس كښې ګډون كوي۔ د كنفرنس اهتمام تاجكستان د ملګرو ملتونو د يو اېن ډي اي اېس اے څانګې او نورو شراكتدارو په مرسته كړے۔ په تاجكستان كښې د پاكستان سفير اقبال سومرو اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې اولس مشر م??نو?? حسېن او اولس مشر امام علي ر??ما??وف به د ملاقات په مهال په بېلا بېلو څانګو كښې د دواړو هېوادونو د اړيكو په لا ټينګولو خبرې كوي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او تاجكستان ترمېنځه اوسنې د دوه اړخيزه كلن تجارت حجم 42 مليونه ډالر دے۔ دواړه مشران به تجارتي حجم 500 مليونه ډالرو ته په رسولو هم غور كوي۔ اولس مشر م??نو?? حسېن به د تاجكستان خپلې وړومبې دورې په مهال د تاجكستان وزيراعظم او د تاجكستان د مجلس شورا سپيكر سره هم ملاقاتونه كوي۔ پاكستاني سفير هيله څرګنده كړه چې د اولس مشر م??نو?? حسېن دا دوره به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د اوسنيو نزدې او د دوستې اړيكو په لا ټينګولو كښې مرسته كوونكې ثابته شي۔ اولس مشر دا دوره د تاجكستان اولس مشر امام علي ر??ما??وف په بلنه كوي۔ د اولس مشر دوره او پاكستاني و??يراعظم وروستې دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قوي اړيكو او د سيمه ايزو روابطو لا مستحكم كولو د پاكستان د وژن عكاسي كوي۔